پير بورديو

پير بورديو (1 اګست 1930 – 23 جنوري 2002) يو فرانسوی ټولنپوه او مشهور مفکر و. د زده کړې په ټولنپوهنه، د ټولنپوهنې په تيورۍ، او د ښکلاپېژندنې په ټولنپوهنه کې د بورډيو ونډې په ګڼو اړوندو علمي ډګرونو (لکه، انسان پېژندنه، د رسنيو او کلتور مطالعات، تعلیم، عام کلتور او فنون) کې پراخه اغېز تر لاسه کړی. د خپل تعليمي مسلک په اوږدو کې، نوموړی په بنسټيز ډول په پاريس کې په ټولنيزو علومو کې د پرمخ تللو مطالعاتو ښوونځي او Collège de France سره تړلی و.[۲۱][۲۲]

پير بورديو
پير بورديو
پير بورديو

د شخص معلومات
زېږون نوم
پيدايښت۱ اگسټ ۱۹۳۰[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱][۱۲]
مړینه23 جنوري 2002 (72 کاله)[۱۳][۱۴][۳][۴][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لاملسرطان [۱۵]  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیتفرانسه [۱۶]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلکفیلسوف
ليکوال
څېړونکی [۱۷]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهفرانسوي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکې ژبه(ې)فرانسوي [۱۸][۱۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګهټولنپوهنه [۲۰]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکیپاریس پوهنتون   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اغېزمن شوی لهکارل مارکس
ګوټفرېډ وېلهلم لایبنېتس
میشل فوکو
اميل دورخيم
ماکس وېبر
لوډویګ ویټګنشټاین
ټوماس آکوینس
ارستو
ژان-پال سارتر   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د بورديو کار په بنسټيز ډول په ټولنه کې د واک د تحرکاتو اړوند و، په ځانګړي ډول په متنوعو او نازکو طريقو سره، په کومو کې چې ځواک لېږدول کېږي، او ټولنيز نظم تر نسلونو او د نسلونو په داخل کې پر ځای ساتي. د لوېديځې فلسفې د ډېرې برخې د تصور پلوي دود سره په شعوري مخالفت کې، د هغه کار اکثراً د ټولنيز ژوند په واقعي طبيعيت ټينګار کاوه، او په ټولنيزو تحرکاتو کې يې د عمل او تجسم په دنده تاکيد کاوه. د «کارل مارکس، سګمنډ فرويد، ميکس ويبر، ايمايل ډرکيم، کلاډ ليوي سټراس، ايرون پينوفسکي» او «مارسل ماس» پر اندونو ولاړ او پر هغوی نيوکې کولو سره، د هغه څېړنې نوی څېړنيز چوکاټ او طريقې جوړې کړې، او د کلتوري، ټولنيزو او د پانګې علامتي بڼې (د پانګې د دوديز ټولنيزو بڼو په خلاف)، کلتوري تکثير، ټولنيز عادت او چلند، ډګر يا موقعيت، او تش په نوم تاوتريخوالي په څېر اغېزناک تصورات يې متعارف کړل. يو بل څوک چې په بورديو يې د پام وړ اغېز درلود «بيلز باسکل» و، چې بورډيو خپلو پاسکلي مراقبو ته د هغه نوم ورکړ.

بورديو يو حاصلخېز مصنف و، چې سلګونه مقالې او درې درجنه کتابونه يې ليکلي، نږدې ټول يې اوس په انګليسي ژبه کې شته. د هغه تر ټولو زيات پېژندل شوی کتاب د « Distinction: A Social Critique of the Judgment of Taste» (1979) په نوم دی، په کوم کې چې هغه استدلال وړاندې کړی چې د ذوق پرېکړې د ټولنيز حيثيت اړوند دي، او يا په ډېر کره ډول، دا خپله د ټولنيز حيثيت کارونه دي. دا  استدلال د ټولنيزې تيورۍ، او د مقداري سروی، انځورونو او مرکو د معلوماتو د يو اصلي امتزاج په مټ وړاندې شوی، په کومو کې چې د ستونزو د حل کولو هڅه کېږي، لکه دا چې په افاقي جوړښتونو کې موضوع څه ډول پېژندل کېدای شي. په دې بهير کې، بورديو د بهرنيو ټولنيزو جوړښتونو او په فرد د موضوعي تجربې دواړو اغېزو د يوځای کولو هڅه کوي. دې کتاب ته نړيوالې ټولنپوهنېزې ټولنې (ISA) «د شلمې پېړۍ شپږم تر ټولو مهم ټولنپوهنيز اثر» نوم ورکړی دی.[۲۳]

د پيري بورديو کار په دې ټينګار کړی چې ټولنيزې طبقې، په ځانګړي ډول واکمنې او فکري طبقې، په نسلونو کې خپل ټولنيز امتياز څه ډول ساتي، له دې افسانې سره سره چې له صنعتي کېدو وروسته عصري ټولنه، د رسمي زده کړې له لارې په تر لاسه شويو فرصتونو په مساوات او لوړ ټولنيز خوځښت وياړي.

ژوند او مسلک سمول

پيري بورديو د سويلي فرانسې په «ډينګوين» (Pyrénées-Atlantiques) کې زېږېدلې و، پلار يې په پوسته خانه کې مامور و. دې کورنۍ په Béarnese خبرې کولې، چې يوه «ګيسکن» (ګاسکوني ته منسوب) لهجه ده. په 1962ز کال کې، بورديو له «ميري-کلير برزرډ» سره واده وکړ، او دې جوړې درې زامن هر يو جيروم، ايمانويل او لارينټ درلودل.

بورديو په پاريس کې د «Lycée Louis-le-Grand» ليسې ته له تګ مخکې په «پاو» کې «Lycée Louis-Barthou» ليسه کې زده کړې وکړې. له دې ځايه نوموړي «École Normale Supérieure» (ENS) کې داخله وکړه، چې دې هم په پاريس کې موقعيت درلود، چېرته چې هغه له «لويس الوسر» سره يو ځای فلسفه ولوسته. د aggregation ازموينه کې له بريالي کېدو وروسته، بورديو په 1955ز کال کې د فرانسې په پوځ کې له ګومارل کېدو مخکې تر یو کال پورې په «Moulins» کې د ليسې د ښوونکي په توګه کار وکړ.

د نوموړي ژوندليک لیکونکي وايي چې نوموړي د ENS څخه د فارغو شويو ډېرو ملګرو په څېر د احتياطي افسرانو په کالج کې داخله نه کول غوره کړل، ځکه هغه هيله درلوده چې د خپلو معمولي ټولنيزې مخينې لرونکو خلکو سره پاتې شي. د 1955ز کال د اکتوبر په مياشت کې هغه مهال په الجزاير کې په دنده وګومارل شو، کله چې دا هېواد له فرانسې څخه د خپلواکۍ په جګړه بوخت و، بورديو دفتري کارونو ته له لېږدېدو مخکې د تاسيساتو د امنيت په واحد کې خدمات تر سره کړل.[۲۴][۲۵]

له يو کال اوږد پوځي خدمت وروسته، بورديو په الجزاير کې د ښوونکي په توګه پاتې شو. په 1958-1962ز کلونو کې د الجزاير د جګړې پر مهال، بورديو د بربريانو د «کابيل» خلکو د مطالعې له لارې د ټکر په اړه د توکمپوهنې څېړنه تر سره کړه، په کومې سره چې د هغه د انسان پېژندنې شهرت بنسټ کېښودل شو. د دې پايله د « Sociologie de l'Algérie» (1958؛ د الجزاير ټولنپوهنه) په نوم کتاب شو، کوم چې په فرانسه کې په سمدسي ډول بريالی شو او په 1962ز کال کې په امريکا کې خپور شو. وورسته نوموړي د 1972ز کال په خپل کتاب «Outline of a Theory of Practice» کې دې سیمه ييز کار ته زياته پاملرنه وکړه، کوم چې د انسان پېژندنې تيورۍ کې يوه پياوړی مداخله وه.[۲۶]

بورديو نظریاتي اندونو ته له تجربوي څېړنې سره په منظم ډول د اړخ ورکولو هڅه وکړه، او د هغه کار ته د کلتور ټولنپوهنې يا لکه چې هغه ويلي دي "د عمل تيوري" په ډول کتل کېدای شي. له ټولنپوهنې سره د هغه مرستې هم شهادتي (په شواهدو ولاړه) او هم نظرياتي وه (دا معنا چې د دواړو سيستمونو له لارې محاسبه کېږي). د هغه مهم اصطلاحات، عادت، پانګه او سيمه وو.[۲۷]

نوموړي د پانګې تصور تر ټولنيزې پانګې، کلتوري پانګې، مالياتي پانګې، او علامتي پانګې په څېر کټګوريو پورې خپور کړ. د بورديو لپاره هر فرد په ګڼ اړخيز ټولنيز ځای کې يو مقام لري؛ يو شخص يوازې د ټولنيزې طبقې د غړيتوب په مټ نه تعريفيږي، بلکې فرد د هر ډول پانګې څخه د ټولنيزو اړيکو په مټ تعريف کېدای شي. په پانګه کې د ټولنيزې شبکې ارزښت شامل دی، کوم چې بورديو روښانه کړه چې د نه مساوات پیدا کولو يا بيا توليد لپاره استعمالېدای شي.

په 1960ز کال کې، د «Lille» په پوهنتون کې د تدريسي دندې له تر لاسه کولو مخکې بورديو بېرته د پاريس پوهنتون ته راغی، چېرته چې هغه تر 1964ز کال پورې پاتې شو. له 1964ز کال راپدېخوا بورديو د « École Pratique des Hautes Études» (چې وروسته په  École des Hautes Études en Sciences Socialesبدله شوه ) د Vie په څانګه کې د پروفيسر (Directeur d'études) دنده تر سره کوله، او له 1981ز کال راهيسې د «Collège de France» کې د ټولنپوهنې رئيس و (له هغه مخکې ريمنډ ارون او ماريس هالبواچس دا دنده تر سره کړې وه). په 1968ز کال کې، بورديو د «Centre de Sociologie Européenne» مسئوليت واخيست، چې «ارون» يې بنسټ اېښی و، او تر مړينې يې هغه مسئوليت درلود.

په 1975ز کال کې، نوموړي په «Centre de Sociologie Européenne» کې له يوې څېړنيزې ډلې سره چې هغه جوړه کړې وه، نوموړي د «Actes de la recherche en sciences sociales» په نوم يو بين الرشتوي ژورنال پيل کړ، په کوم سره چې هغه د ټولنپوهنې توليد د منل شويو قواعدو د بدلون هڅه کوله او په ورته وخت کې يې د ټولنپوهنې له علمي سختۍ څخه ملاتړ کاوه. په 1993ز کال کې، نوموړی په «Médaille d'or du Centre National de la Recherche Scientifique» (CNRS) ونازول شو. په 1996ز کال کې هغه ته د کلفورنيا برکلي پوهنتون د ګوفمين جايزه ورکړه او په 2001ز کال کې، د «Royal Anthropological Institute» (د انسان پېژندنې شاهي انستيتيوت) له خوا د «هکسلي» مډال ورکړل شو. بورديو په يو اويا کلنۍ کې د سرطان له ناروغۍ ومړ.[۲۸][۲۹]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ Fichier des personnes décédées ID (matchID): https://deces.matchid.io/id/j-PBK7vpusOo — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — منښتلیک: Open Licence 2.0
  2. http://www.linternaute.com/biographie/pierre-bourdieu-1/ — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6zh96fd — subject named as: Pierre Bourdieu — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/bourdieu-pierre-felix — subject named as: Pierre Félix Bourdieu — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb118934022 — subject named as: Pierre Bourdieu — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. او Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — منښتلیک: Open License
  6. AKL Online artist ID: https://www.degruyter.com/document/database/AKL/entry/_42231385/html — subject named as: Pierre Bourdieu — سمونګر: Andreas Beyer او Bénédicte Savoy — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.، Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. او Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: K. G. Saur Verlag او De Gruyter — https://dx.doi.org/10.1515/AKL
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0011834.xml — subject named as: Pierre Bourdieu — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=bourdieupie — subject named as: Pierre Bourdieu
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2689 — subject named as: Pierre Bourdieu — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/3686 — subject named as: Pierre Bourdieu
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=9041 — subject named as: Pierre Bourdieu — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist. — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Who's Who in France biography ID: https://www.whoswho.fr/bio/-_17341 — سرليک: Script error: The function "قالب رمز لغة" does not exist.
  13. پیوستون : 118810758  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118934022 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. https://www.lemonde.fr/archives/article/2002/01/25/pierre-bourdieu-est-mort_4213993_1819218.html
  16. https://rkd.nl/explore/artists/264915 — د نشر نېټه: ۶ جولای ۲۰۲۰
  17. https://www.cnrs.fr/fr/personne/pierre-bourdieu
  18. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb118934022 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  19. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/5749091
  20. https://fh.mdp.edu.ar/revistas/index.php/pasadoabierto/article/view/3264/4256
  21. Bourdieu, Pierre. "Outline of a Theory of Practice". Cambridge: Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Douglas Johnson (په 28 January 2002 باندې). Obituary: Pierre Bourdieu | Books.
  23. "ISA - Books of the Century". www.isa-sociology.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Goodman, Jane E. (July 2009). Jane Goodman, 'Bourdieu in Algeria' (2009) pp. 8-9. U of Nebraska Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0803225121. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Goodman, Jane E. (July 2009). Jane Goodman, 'Bourdieu in Algeria' (2009) pp. 8-9. U of Nebraska Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0803225121. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Douglas Johnson (په 28 January 2002 باندې). The Guardian obituary, Douglas Johnson 28 January 2002.
  27. Bourdieu, Pierre. "Outline of a Theory of Practice". Cambridge: Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Douglas Johnson (په 28 January 2002 باندې). The Guardian obituary, Douglas Johnson 28 January 2002.
  29. Alan Riding (په 25 January 2002 باندې). The New York Times obituary, Alan Riding 25 January 2002.