صفاریان

د صفاریانو لړۍ د سیستان د سني فارسیانو لړۍ وه چې له ۸۶۱ ز کال څخه یې تر ۱۰۰۳ ز کال پورې له خپلې پلازمېنې زرنج (اوس مهال په سوېل لویدیځ افغانستان کې یو ښار دی) څخه یې د لوی ایران په ډېرو برخو واکمني کړې. دغه لړۍ له لومړنیو فارسي بومي لړیو څخه ده چې له اسلامي فتوحاتو وروسته رامنځته شوه او د ایراني منځنۍ دورو (Iranian Intermezzo) برخه ده. د دغې لړۍ بنسټ اېښودونکی یعقوب بن لیث صفار و چې په ۸۴۰ ز کال کې د کرنین (قرنین) په کوچني ښارګوټي کې زېږېدلی چې ختیځ ته یې زرنج او لویدیځ ته یې بست ښارونه پراته دي او اوس مهال د افغانستان په جغرافیه کې پروت ده. یعقوب چې په اصل کې د سیستان و او یو له سیمه ییزو عیارانو یا کاکه ګانو څخه و، وړاندې له دې چې د جګړې د مشر په توګه راڅرګند شي مس ګري (صفاري) یې کوله. هغه د سیستان سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوسته او د ایران او افغانستان او همدارنګه یې د معاصر پاکستان، تاجکستان او ازبکستان ډېرې برخې ونیولې.

صفاریان
عامه معلومات
عمومي معلومات
د سيمې اصلي ژبې
هېواد
  • افغانستان
  • ايران
  • بلوچستان
دین
اړين معلومات
د ړنګېدو وخت
۱۰۰۳ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نور اړين مالومات
برخه د
جوړښت
بنسټګر

صفاریانو له خپلې پلازمېنې زرنج ښار څخه د ختیځ او لویدیځ پر لور د بریدونو د ترسره کولو په موخه د یوې پوځي اډې په توګه کار اخیست. هغوی په پیل کې د هندوکش په سوېلي برخو برید وکړ او بیا یې د فارس د طاهریانو لړۍ له منځه یووړه او خراسان یې په ۸۷۳ ز کال کې خپل کړ. د یعقوب د مړینې پر مهال، هغه د کابل دره، سند، تخارستان، بلوچستان، کرمان، فارس، خراسان فتح کړي وو او نږدې و چې بغداد ته ورسېږي خو د عباسیانو له خوا یې ماته وخوړه.

د صفاریانو لړۍ د یعقوب له مړینې وروسته چندان دوام را نه وړ. د هغه ورور او ځای ناستی، عمر بن لیث په ۹۰۰ ز کال کې د بلخ په جګړه کې د اسماعیل ساماني پر وړاندې ماتې وخوړه. عمر بن لیث اړ شو چې خپلې ډېرې تر واک لاندې سیمې نوو واکمنانو ته پرېږدي. صفاریان یوازې د خپلې واکمنۍ په زړه یعنې سیستان کې پاتې شول او د وخت په تېرېدو د دوی واکمني د سامانیانو د پاتې شونو او د دوی د ځای ناستو له خوا له زوال سره مخ شوه.

بنسټ اېښودل سمول

د صفاریانو لړۍ د مس ګر یعقوب بن لیث صفار (یعقوب، د لیث زوی، مس ګر) له خوا چې زرنج ښار ته یې کډه کړې وه رامنځته شوه. هغه خپل کسب پرېښود څو کاکه یا عیار ترې جوړ شي چې په پایله کې یې دا قدرت ترلاسه کړ چې د یو خپلواک واکمن په توګه عمل وکړي. هغه له خپلې پلازمېنې زرنج څخه د ختیځ پر لور د رخج (اراکوزیا)، زمینداور او بالاخره د کابل په لور حرکت وکړ او په ۸۶۵ ز کال کې یې زنبېلیانو او هندو شاهانو ته ماته ورکړه. هغه په بامیان، بلخ، بادغیس او غور برید وکړ. هغه د اسلام تر نوم لاندې هغه سیمې چې د بودایي قبیلوي مشرانو له خوا اداره کېدلې فتح کړې. هغه په دغو بریدونو کې په زیاته کچه غنایم او غلامان ترلاسه کړل. نانسي دوپري په خپل کتاب د افغانستان تاریخي لارښود کې د یعقوب فتوحات داسې تشرېح کوي:

صفاریانو وکولای شول په پنجشېر دره کې د سپینو زرو له کانونو څخه د سپینو زرو سکې ووهي.[۱]

پراختیا سمول

په ۸۷۰ ز کال کې هغوی طاهري لړۍ ته اړوند هرات ښار ونیو او په بادغیس سیمه باندې د هغوی برید د خوارجو د نیولو لامل وګرځېد چې وروسته یې د هغه په لښکرو کې د جاش الشورات ډله رامنځته کړه. له دې وروسته یعقوب خپل پام لویدیځ ته واړاوه او په خراسان، خوزستان، کرمان (سوېل ختیځ ایران) او فارس (سوېل لویدیځ ایران) یې بریدونه پیل کړل. صفاریانو وروسته له هغی خوزستان (سوېل لویدیځ ایران) او د سویلي عراق یو شمېر برخې ونیولې چې په ۸۷۶ ز کال کې د عباسیانو د واکمنۍ چپه کولو ته نږدې شول، خو د هغوی لښکرو د څو ورځو په اوږدو کې له بغداد څخه په حرکت دوی پر شا کړل. خو له دې سره دغو بریدونو عباسي خلافت دې ته اړ کړ څو یعقوب د سیستان، فارس او کرمان د والي په توګه په رسمیت وپېژني او همدارنګه یې صفاریانو ته په بغداد کې لوړ پوړې څوکۍ وسپارلې.[۲][۳]

زوال سمول

په ۹۰۱ ز کال کې، عمر صفاري د بلخ په جګړه کې د سامانیانو له خوا ماتې وخوړه او خراسان یې هغوی ته پرېښود. صفاریانو ته یوازې فارس، کرمان او سیستان پاتې شول. د طاهر بن محمد بن عمر د واکمنۍ پر مهال (۹۰۱-۹۰۸ ز کال)، دغې لړۍ د فارس د نیولو او پر دغه ولایت د کنټرول لرلو په موخه له عباسیانو سره جګړه وکړه. په ۹۰۸ ز کال کې د طاهر او لیث بن علي د واک د ګدۍ د مدعي ترمنځ کورنۍ جګړه په سیستان کې ونښته. په راتلونکو کلونو کې، د فارس والي سیبک – اري (Sebük-eri) د عباسیانو لاس ته ورغی. په ۹۱۲ ز کال کې بالاخره سامانیانو وکولای شول صفاریان له سیستان وباسي. سیستان د لنډ مهال لپاره د عباسیانو کنټرول ته ورغی، خو بېرته د صفاري ابوجعفر احمد بن محمد تر واکمنۍ لاندې خپلواک شو؛ خو دغې لړۍ په ډېره لږ کچه پر سیستان واک درلود.[۴]

په ۱۰۰۲ ز کال کې محمود غزنوي په سیستان برید وکړ، لومړی خلف یې له واکه ګوښه کړ او په پایله کې یې صفاري لړۍ ته پای ټکی کېښود.[۵]

کلتور سمول

صفاریانو پارسي کلتور ته ډېر پام درلود. د هغوی تر واکمنۍ لاندې، د اسلامي نړۍ ختیځ د مخکښو فارسي ژبو شاعرانو لکه فیروز مشرقي، ابوسالک الجرجاني او محمد بن واصف په څېر درباري شاعرانو د ظهور شاهد و.[۶]

د نهمې پېړۍ په وروستیو کې، صفاریانو د نوي فارسي ادبیاتو رنسانس ته انګېزه ورکړه. د یعقوب له خوا د هرات له نیولو وروسته، یو شمېر شاعرانو هڅه وکړه چې د هغه بریا په عربي ژبه وستايي، چې په پایله کې یعقوب له خپل سکرتر محمد بن واصف سیستاني وغوښتل چې دغه اشعار په فارسي ژبه ولیکي.

اخیستلیکونه سمول

  1. "Pandjhir". Encyclopedia of Islam. VIII. د کتاب پاڼې 258. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. "Saffarids". Encyclopedia of Islam. VIII. د کتاب پاڼې 795. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Esposito, John L. (1999). The Oxford History of Islam. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 38. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Bosworth, C. E. (1968). "The Development of Persian Culture under the Early Ghaznavids". Iran. 6: 34. doi:10.2307/4299599. JSTOR 4299599. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Bosworth, C. E. (1963). The Ghaznavids 994–1040. Edinburgh University Press. د کتاب پاڼې 89. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Bosworth, C. E. (1969). "The Ṭāhirids and Persian Literature". Iran. 7: 104. doi:10.2307/4299615. JSTOR 4299615. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)