دېنیس دیدېروت

دېنیس دیدرو (/ˈdiːdəroʊ/؛ په فرانسوي: [dəni did(ə)ʁo]؛ زوکړه د ۱۷۱۳ز کال د اکتوبر ۵مه ــ مړینه د ۱۷۸۴ز کال د جولای ۳۱مه نېټه) یو فرانسوي فیلسوف، هنري نقاد، او لیکوال و، چې د جین لې رونډ ډي المبرټ (Jean le Rond d'Alembert) په څنګ کې د پوهنغونډ (Encyclopédie ) موسس پېژندل کېږي. نوموړی د روشنګرۍ یا روشنفکرۍ د دورې په بهیر کې یوه مشهوره څېره وه. [۲۷][۲۸]

دېنیس دیدېروت
(فرانسیسی: Denis Diderot د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دېنیس دیدېروت
دېنیس دیدېروت

د شخص معلومات
پيدايښت۵ اکتوبر ۱۷۱۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
مړینه31 جولای 1784 (71 کاله)[۲۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۴][۱۶][۱۷][۱۹]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس [۲۲][۲۳]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
تعلیمپاریس پوهنتون (–۱۷۳۲)  د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تعلیمی اسنادMaster of Arts   زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند د (P69) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلکفیلسوف [۱۹]
ليکوال [۱۹][۲۴]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبهفرانسوي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)فرانسوي [۲۵][۲۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثرارستو
باروچ سپینوزا
ولټېر   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
دېنیس دیدېروت
دېنیس دیدېروت

ويبپاڼه
ويبپاڼهد تاييدولو سرچينه (فرانسوي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دیدرو په لومړیو کې په یو یسوعي کالج کې فلسفه ولوسته، ورپسې یې مخکې له دې چې قانون ولولي، د کلیسا د روحانیت د غړي په توګه یې په کار کولو باندې فکر وکړ. کله چې هغه په ۱۷۳۴ز کال کې پرېکړه وکړه چې یو لیکوال شي، پلار یې هغه عاق کړ. هغه د راتلونکې لسیزې لپاره یو بوهیمي ژوند (د بې کورۍ، ګرځندویۍ او بې پروا ژوند چې زیاتره له ادبیاتو او موسیقۍ سره تړلی وي) اختیار کړ. هغه په ۱۷۴۰مه لسیزه کې د څرګندو زېوراتو په ګډون خپل زیات شمېر غوره پېژندل شوي کتابونه په دواړو افسانوي او غیر افسانوي برخو کې ولیکل.

په ۱۷۵۱ز کال کې دیدرو له جین لې رونډ المبرټ سره په ګډه پوهنغونډ (Encyclopédie) جوړ کړ. نوموړی لومړنی هغه پوهنغونډ و چې زیات شمېر نوموتو ونډه والو پکې ونډې درلودې او لومړنۍ هغه پروژه وه چې مېخانیکي هنرونه یې شرح کړل. د نوموړي پوهنغونډ سیکولر انداز چې د انجیل د معجزو په اړه یې له شک ډکې مقالې شاملولې، زیات دیني او دولتي چارواکي په غوسه کړل؛ په ۱۷۵۸ز کال کې د کاتولیک کلیسا له لوري او په ۱۷۵۹ز کال کې د فرانسې د دولت له لوري ورباندې بندیز ولګېد؛ که څه هم دغه بندیز په کلکه سره نه و پلی شوي. په پوهنغونډ کې زیات شمېر لومړنیو ونډه اخیستونکو نوموړې پروژه د هغې د جنجالي کېدو له امله پرېښوده او ځینې یې ان بندیان شول. ډي المبرټ هم په ۱۷۵۹ز کې پروژه پرېښوده چې په دې سره دیدرو د یوازیني اېډیټور په توګه پاتې شو. دیدرو هم د شاوخوا ۷۰۰۰ مقالو په لیکلو سره د پروژې  له اصلي ونډه اخیستونکو څخه وګرځېد. هغه په یاده پروژه باندې تر ۱۹۶۵ز کال پورې کار ته ادامه ورکړه. هغه په پوهنغونډ کې د خپلې ښکېلتیا په وروستیو کې په زیاتېدونکې توګه ناهیلی شو او احساس یې وکړ چې ټوله پروژه یوه ضایعه وه. په هر حال، پوهنغونډ د فرانسې د انقلاب له مخکښانو څخه یو و.

دیدرو د خپل مسلکي ژوند د زیاترې برخې په اوږدو کې په مالي لحاظ له ستونزو سره مخ و، او فرانسوي اکادمۍ (Académie française) ته د بریالیتوب تر لاسه کولو سره سره لکه څرنګه یې چې د هغه له شخصیت سره ښایست درلود، رسمي شهرت یې تر لاسه نکړ. د نوموړي بخت په ۱۷۶۶ز کال کې هغه وخت په د پام وړ توګه ښه والی وموند چې سترواکې لویې کاترین د هغه د مالي ستونزو په اړه واورېدل او هغه ته یې ۵۰۰۰۰ فرانکه ورکړل تر څو د نوموړې د کتابتون د مسئول په توګه کار وکړي. دیدرو د خپل ژوند پاتې برخه په همدې موقف کې تېره کړه، او د ۱۷۷۳ او ۱۷۷۴ز کلونو تر منځ د څو میاشتو لپاره په سنت پترسبورګ کې  د نوموړې په دربار کې پاتې شو. د دیدرو ادبي شهرت د هغه د ژوند په اوږدو کې د هغه په تیاترونو او په پوهنغونډ کې د نوموړي په ونډه پورې تړلی و؛ د قضا او قدر پال ژاک او ارباب یې، د رومیو وراره، د لوبغاړي پارادوکس په شمول د هغه له ډېرو مهمو اثارو څخه زیات شمېر یې د نوموړي له مړینې نه لږ وروسته چاپ شول.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

د ژوند لومړني وختونه سمول

دېنیس دیدرو د شامپاني په لانګر کې زیږېدلی دی. د هغه والدین دیدیر دیدرو (زوکړه ۱۶۸۵ز کال ــ مړینه ۱۷۵۹ز کال) چې د ډوډۍ خوړلو د ابزارو جوړوونکی و او انجلیک ویګنیرون (زوکړه ۱۶۷۷ز کال ـــ مړینه ۱۷۴۸ز کال) وو. (د هغه په ګډون) له پنځو خویندو او وروڼو څخه درې یې د بلوغ تر عمر پورې ژوندي پاتې شول، چې له دېنیس دیدرو (زوکړه ۱۷۱۵ز کال ـــ مړینه ۱۷۹۷ز کال) او د دوی تر ټولو کشر ورو پیر-دیدیر دیدرو (زوکړه ۱۷۲۲ز کال ـــ مړینه ۱۷۸۷ز کال)، او په پای کې د هغوی له خور انجلیک دیدرو (زوکړه ۱۷۲۰ز کال ـــ مړینه ۱۷۴۹ز کال) څخه عبارت وو. د ارتور مکانډلس ویلسون (Arthur McCandless Wilson) په حواله، دېنیس دیدرو خپله خور په لوړه کچه تشویقوله، ځینې وخت به یې نوموړې ښځینه سقراطه بلله.[۳۴]

دیدرو خپلې رسمي زده کړې په لانګر کې په یو یسوعي کالج کې پیل کړې، په ۱۷۳۲ز کال کې هغه د پاریس له پوهنتون څخه په هنرونو کې د ماسترۍ سند تر لاسه کړ. هغه په ۱۷۳۵ز کال کې خپله هغه مفکوره چې غوښتل یې روحانیت ته ننوځي، پرېښوده او پرېکړه یې وکړه چې د پاریس د قانون پوهنځی ولولي. د هغه د قانون لوستنه لنډ مهاله وه او د ۱۹۴۰مې لسیزې په لومړیو کې یې پرېکړه وکړه چې یو لیکوال او ژباړونکی شي. د نوموړي له خوا خپل زده کړیو مسلکونو ته د شا کولو له امله هغه خپل پلار عاق کړ او د راتلونکو لسو کلونو لپاره یې بوهیمي ژوند غوره کړ.[۳۵][۳۶]

په ۱۷۴۲ز کال کې، هغه له ژان ژاک روسو سره ملګری شو، له چا سره یې چې د شطرنج د لوبې د کتلو او په کافي دې لاریژېنس کې د قهوې د څښلو پرمهال لیده کاته وشول. په ۱۷۴۳ز کال کې، نوموړي له انه انتوانت شامپیون (زوکړه ۱۷۱۰ ـــ مړینه ۱۷۶۹ز کال) سره په واده کولو سره چې یوه پرهېزګاره رومن کاتولیکه وه خپل پلار له ځان څخه نور هم لرې کړ. دغه جوړه د شامپیون د ټیټ ټولنیز موقف، د زده کړو ښکته سویې، بې پلاره وضعیت او د ناوې د جهیزې د لږوالي له امله نامناسب بلل شوی و. نوموړې له دیدرو څخه د شاوخوا دریو کلونو په اندازه مشره وه. له دغې واده څخه چې په ۱۷۴۳ز کال کې وشو، یو ژوندی پاتې ماشوم یې ثمره و، چې هغه یوه نجلۍ وه. د هغې نوم انجلیک و، چې یاد نوم یې د دیدرو د مړې شوې مور او خور سره په تړاو اېښودل شوی و. په صومعه کې د هغه د خور مړینې، چې یوه راهبه وه، ښايي د دین په اړه د دیدرو نظریه بدله کړې وي. داسې فرض کېږي چې نوموړې د دیدرو د یو ناول، لا ریلیجیوس لپاره الهام بښونکې وي کوم چې د یوې راهبې په اړه دی او هغه پکې داسې یوه ښځه انځوروي چې اړ ایستل کېږي تر څو صومعي ته مخه کړي او په ټولنه کې د نورو ښځینه راهبو له لاسه ځورول کېږي.[۳۷][۳۸][۳۹]

دیدرو له مېلي.بابوتي (چا چې له ګروز سره واده وکړ)، مادلین دی پوسیوس، سوفي ولانډ او کاترین دی ماکس یا مم دي ماکس سره اړیکې درلودې. سوفي ولانډ ته د هغه لیکونه د هغوی د صراحت لپاره شهرت لري او "د اتلسمې پېړۍ د ادبي خزانو په منځ کې" ورته ځای او اعتبار ورکړل شوی دی.

لومړني اثار سمول

د دیدرو تر ټولو لومړني اثار د ټېمپل ستانیان اثر د یونان تاریخ نومي کتاب(د ۱۷۴۳ز کال اثر)  ژباړه شاملوي، چې له دوو نورو همکارانو فرانسوا ویسنت توسنت او مارک انتوین اېدیو سره یې په ګډه کړې ده. هغه د رابرټ جېمز د طبي قاموس ژباړه (۱۷۴۶ز ــ۱۷۴۸ز کال) راوویسته. په ۱۷۴۵ کال کې هغه د شافتسبري د اثر، د فضیلت او وړتیا په اړه څېړنو  یوه ژباړه چاپ کړه، په کومه کې یې چې خپل تاملات هم ور اضافه کړل.[۴۰]

فلسفي فکرونه سمول

په ۱۷۴۶ز کال کې، دیدرو خپل لومړنی اصلی اثر فلسفي فکرونه (Pensées philosophiques) ولیکل. په دغه کتاب کې، دیدرو د استدلال او احساس د پخلاینې لپاره هلې ځلې وکړې تر څو د دغو دواړو تر منځ همغږي رامنځته کړي. د دیدرو له نظره له احساس پرته په فضایلو باندې یو خطرناک اغېز شتون لري، او د یو عالي اثر د رامنځته کولو امکان نشته. په هر ترتیب، څرنګه چې له نظم پرته احساس خطرناک کېدی شي، نو د احساس د کنترول لپاره استدلال اړین دی.[۴۱][۴۲]

هغه وخت چې دیدرو دغه کتاب ولیکه هغه خدای پرست و. له همدې امله په دغه کتاب کې د خدای پرستۍ څخه دفاع او د الحاد پر وړاندې ځینې استدلالونه موجود دي. یاد کتاب همدارنګه د عیسویت پر وړاندې هم ځینې نیوکې شاملوي.

د بې دینه ګام سمول

په ۱۷۴۷ز کال کې دیدرو د بې دینه ګام (Promenade du sceptique) اثر ولیکه په کوم کې چې یو خدای پرست، یو ملحد، یو وحدة الوجودي (هغه عقیده لرونکی چې هر څه خدا بولي) د الهي ماهیت په اړه خبرې اترې کوي. خدای پرست له طرحې څخه استدلال کوي. ملحد وایي چې کاینات د فزیک، کېمیا، مادې او حرکت په واسطه په غوره توګه تشرېح کېدی شي. وحدة الوجودي وايي چې ذهن او ماده چې دواه په ګډه سره ابدي دي، کاینات یې تشکیل کړي دي، پخپله خدای دی. دغه اثر تر ۱۸۳۰ز کال پورې ناچاپ پاتې شوی و. د دې د څرنګوالي اړه روایتونه توپیر لري چې ولې. یا خو د سیمه ییزو پولیسو په واسطه ورته په عیسویت باندې د یوې بلې حملې په صورت کې د کشیشانو له خوا خبرداری ورکړل شوی و، نسخه یې ضبط کړې وه، یا هم چارواکو دیدرو اړ ایستلی و تر څو ژمنه وکړي چې دغه اثر چاپ نکړي.[۴۳]

سرچينې سمول

  1. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11900134f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/361348 — subject named as: Denis Diderot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6t72k82 — subject named as: Denis Diderot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/7500 — subject named as: Denis Diderot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6239031 — subject named as: Denis Diderot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?206310 — subject named as: Denis Diderot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ subject named as: Denis Diderot — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/c3fad45372dc4ca687d87668ba4373cb — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/diderot-denis
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ subject named as: Denis Diderot — Vegetti Catalog of Fantastic Literature NILF ID: https://www.fantascienza.com/catalogo/NILF21330
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: Denis Diderot — سرليک: Diderot, Denis — نشرونه لخوا د: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T022668
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0022475.xml — subject named as: Denis Diderot — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=diderotd — subject named as: Denis Diderot
  13. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=denis;n=diderot — subject named as: Denis Diderot
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2914 — subject named as: Denis Diderot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  15. Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/22789 — subject named as: Denis Diderot
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/2795 — subject named as: Denis Diderot
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/17636 — subject named as: Denis Diderot — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  18. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=14984 — subject named as: Denis Diderot — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ https://cs.isabart.org/person/16144 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  20. https://cs.isabart.org/person/16144 — دوتنه: John Morley — سرليک: Diderot, Denis — نشرونه لخوا د: Encyclopædia Britannica 11th edition
  21. پیوستون : 118525263  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  22. پیوستون : 118525263  — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  23. پیوستون : 118525263  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Дидро Дени — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  24. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  25. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11900134f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  26. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/12351587
  27. "Diderot". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  28. "Denis Diderot | Biography, Philosophy, Works, Beliefs, Enlightenment, & Facts". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. کينډۍ:EB1911
  30. Arthur Wilson, Diderot (New York: Oxford, 1972).
  31. Verzaal, Elly (25 October 2013). "Diderot op de Kneuterdijk (1)" [Diderot on Kneuterdijk (1)] (په ولندیزی ژبه کي). National Library of the Netherlands. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Norman Hampson. The Enlightenment. 1968. Harmondsworth: Penguin, 1982. p. 128
  33. Gopnik, Adam. "How the Man of Reason got Radicalized". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Arthur M. Wilson. Diderot: The Testing Years, 1713–1759. New York: Oxford University Press, 1957, p. 14 [۱]
  35. Curran, Andrew (2019). Diderot and the Art of Thinking Freely. Other Press. د کتاب پاڼې 319. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-159051-670-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Arthur Wilson, Diderot (New York: Oxford, 1972).
  37. Arthur Wilson, Diderot (New York: Oxford, 1972).
  38. Andrew S. Curran, Diderot and the Art of Thinking Freely, Other Press, 2019, p. 275
  39. Andrew S. Curran, Diderot and the Art of Thinking Freely, Other Press, 2019, p. 143
  40. Mark Twain, "A Majestic Literary Fossil", originally from Harper's New Monthly Magazine, vol. 80, issue 477, pp. 439–444, February 1890. Online at Harper's site. Accessed 24 September 2006.
  41. P.N. Furbank (1992). Diderot:A Critical Biography. Alfred A. Knopf. د کتاب پاڼې 27. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Bryan Magee. The Story of Philosophy. DK Publishing, Inc., New York: 1998. p. 124
  43. Otis Fellows (1977). Diderot. Alfred A. Knopf. د کتاب پاڼې 41. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)