جي بي یو ۴۳ بم

جي بي یو ۴۳ (په پښتو: د بمونو مور) د امریکا په نااټومي وسلو کې تر ټولو ځواکمن بم دی.د دې بم سرګلوله نرۍ وي او دا بم ۲۱ زره پونډه وزن لري او په پتري یا جي پي اېس سره تر هدف ځان رسوي.دا بم نهه متره اوږد دی. نه زره اته سوه کیلوګرامه وزن لري. له اېم سي ۱۳۰ باري الوتکې غورځول کېږي. له ځمکې سره تر لګېدلو لږ مخکې چاودېږي.[۱]

جی‌بی‌یو-۴۳/بی بم

ډولاوږد بم
جوړونکی هيوادامریکا
د کار نیټه
د کار مودهد کال ٢٠٠٣ څخه
کارونه لخوا د:امریکايي ځواکونه، رویال هوایی ځواک
صنعتي تاریخ
ډیزاینرAir Force Research Laboratory
جوړونکیMcAlester Army Ammunition Plant
د جوړېدو مقدار17   د (P1092) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيژندنه
وزن۱۰٬۳۰۰ kغ (۲۲٬۶۰۰ رطل)
اوږدوالي۹٫۱۸۸۵ م (۳۰ فوټه ۱٫۷۵ انچه)
قطر۱۰۳ cم (۴۰٫۵ انچه)

د چلولو سیسټمد لور موندنې نړيوال غونډال   د (P624) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نور ولولئ سمول

بم د تختې له پاسه له الوتکې غورځول کېږي دا تخته له پراشوټ یا چترۍ سره تړلې وي، چې د وزرونو په څېر څلور سوري لري او بم ته د غورځېدلو لار ور کوي.

  • د بم نری الونیمي پوښ داسې جوړ شوی چې د چاودنې وړانګې خورا لوړ برید ته ورسوي.
  • د جي بي یو ۴۳ د یو بم بیه ۱۶ میلیونه ډالره ده او لومړی ځل پر ۲۰۰۳ دریم کال تجربه شو، خو تراوسه کارول شوی نه و.
  • د بمونو مور د امریکا تر ټولو درنه نااټومي وسله نه ده، بلکې له دې لا ډېر ځواکمن بم هم لري، چې (اېم او پي) یې بولي او نږدې ۱۵ زره کیلوګرامه وزن لري.
  • امریکا په ۲۰۰۳م کال کې په لومړي ځل ددې بم ازموینه ترسره کړه.

سرچینې سمول

  1. بي بي سي پښتو (١۴ اپریل ٢٠١٧). "د بمونو مور که د بمونو پلار ډېر پیاوړی دی؟". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)