تيودور ډبليو. اډورنو

تيودور ډبليو. اډورنو (لومړی نوم يې Theodor Ludwig Wiesengrund و؛ 11 سبتمبر 1903 – 6 اګست 1969)، يو المانی فيلسوف، ټولنپوه، ارواپوه، موسقي پوه او موسيقار (اهنګ جوړونکی) و.[۱][۲][۳]

نوموړی د فرانکفورټ د انتقادي تيورۍ د مکتب يو مخکښ غړی و، د چا اثارو کې چې د « Ernst Bloch, Walter Benjamin, Max Horkheimer, Erich Fromm» او « Herbert Marcuse» په څېر مفکرينو سره تړاو پیدا کړ، د چا لپاره چې د فرويد، مارکس او هيګل اثار د نوې ټولنې د تنقيد لپاره اړين وو. د فاشيزم او هغه څه چې نوموړی يې کلتوري صنعت بولي، پر دواړو د نيوکه کونکي په توګه، د « Dialectic of Enlightenment» (1947)، « Minima Moralia» (1951)، او « Negative Dialectics» (1966) په څېر د هغه ليکنو په اروپايي نوي ژوند سخت اغېز وکړ.

د شلمې پېړۍ د لومړيو په اروپا کې د وجوديت او مثبتيت پلوۍ د دود کولو په منځ کې، اډورنو د طبيعي تاریخ يوې جدلياتي مفکورې مخ پر وړاندې بوت، کوم چې د «Kierkegaard» او «Husserl» د مطالعې له لارې د علم الوجود او تجرباتيت په غبرګو فتنو نيوکه وکړه. په کلاسيکي ډول د روزل شوي پيانو غږونکي په توګه، چې د «Arnold Schoenberg» له دولسو غاړو (غږونه/لحن) له تخنيک سره يې مينه درلوده، پايله يې دا شوه چې د «سيکنډ وينيز» ښونځي د «البان برګ» سره يې موسيقاري (اهنګ جوړول) وويله، له avant-garde موسيقۍ سره د اډورنو تړاو د هغه د وروستيو ليکنو شاليد جوړ کړ، او د «تاماس مان» سره د هغه د Doctor Faustus په نوم ناوال کې د همکارۍ لامل وګرځېد، په داسې حال کې چې دا دواړه د دويمې نړیوالې جګړې پر مهال په کلفورنيا کې په تبعيد کې اوسېدل. د ټولنيزې څېړنې لپاره له نوي لېږدېدلې انستيتيوت لپاره د کار کولو پر مهال، اډورنو د استبداد، سام دوښمنۍ او تبليغاتو د اغېزناکو مطالعو په اړوند همکاري وکړه، کومو چې وروسته د انستيتيوت له خوا له جګړې وروسته المان کې شويو ټولنيزو مطالعاتو لپاره د بېلګې په توګه وړاندې شول.

کله چې فرانکفورټ ته راستون شو، اډورنو له «کارل پوپر» سره د مثبت ساينس د حدودو، د «هايډګر» د ژبې پر رېښتينولۍ نيوکه، د هالوکاسټ لپاره د المان د مسئوليت په اړوند لیکنو او دولتي تګلارې په چارو کې د پرله پسې ښکېلتيا په مټ د المان د فکري ژوند په بيا جوړولو کې شامل و. د نيچه او کارل کراوس په روايت کې د يو انتقادي ليکوال په توګه، اډورنو په معاصر لوېديځ کلتور سختې نيوکې وکړې. د اډورنو له مړينې وروسته خپور شوی « Aesthetic Theory»، چې په پام کې يې وه  « Samuel Beckett» ته يې ډالۍ کړي، د نوي هنر لپاره د عمري تړاو اوج دی، کوم چې د فلسفې د تاريخ له خوا له اوږدې مودې راهيسې غوښتل کېدونکې احساس او پوهې «وژونکي جلا والي» د منسوخ کولو هڅه کوي، او منځپانګې ته په بڼه او فکر کولو ته په ډوبېدو د ښکلاييز امتياز توافقات ښيي.

ژوند او مسلک سمول

د ژوند لومړي کلونه: فرانکفورت سمول

تيودور ډبليو. اډورنو (عرف: Theodor Adorno-Wiesengrund) اصلي نوم يې تيودور لوډويګ ويزينګرنډ و د 1903ز کال د سپتمبر په يوولسمه نېټه په « Frankfurt am Main» کې زېږېدلی و، نوموړی د «ماريا کالويلي-اډورنو ډيلا پيانا» (1865-1952) او «اسکر اليګزينډر ويزينګرنډ» (1870-1946) يوازينی زوی و. مور يې د «کورسيکا» سره تړاو لرونکې کاتوليکه او يوه مسلکي سندرغاړې وه، پلار يې يو ماهر يهودي و چې پروټسټن ايزم يې منلی و، د شرابو د صادراتو يوه بريالۍ سوداګري يې پر مخ وړه. دوی چې په خپل اصل نسب يې وياړ درلود، مور يې «ماريا» غوښتل چې د زوی له نوم سره يې د خپلې پلارګنۍ نوم «اډورنو» يوځای کړي. له همدې امله د هغه په لومړيو خپرونو کې د هغه نوم تيودور ويزينګرنډ-اډورنو و؛ کله چې هغه امريکايي تابعيت ته عريضه ورکړه، نو نوم يې په تيودور ډبليو. اډورنو بدل کړای شو.

د هغه ماشومتوب د مور او ترور له خوا چمتو شوې موسيقۍ له ژوند څخه تېر شو: مور يې ماريا يوه سندرغاړې وه چې د ويانا په شاهي دربار کې د سندرو په ويلو سره يې وياړ کولای شو، د هغې خور «اګاتي» چې له دوی سره يې ژوند کاوه د سندرغاړې او پیانو غږونکې په توګه نوم ګټلی و. لکه څنګه چې هغه د خپل ژوند يادونه کوي، هغه نه يوازې دا چې ځيرک ماشوم و، بلکې لکه څنګه چې هغه وروسته يادونه کړې، اريانونکی (بې ساری/عجيبه) ماشوم و، چې په دولس کلنۍ کې يې د «بيتهوون» له خوا جوړې شوې موسيقۍ په پیانو غږولای شوې.[۴]

په شپږ کلنۍ کې، نوموړي د کيسار ولهيم جمنازيوم ته تر لېږدېدو مخکې، د «ډويچرين» په منځني ښوونځي کې زده کړې وکړې، دلته له 1913 څخه تر 1921ز کال پورې په زده کړو بوخت و. په خپل ټولګي کې په لومړۍ درجه له فراغت مخکې، اډورنو له مخکې څخه د هغه مهال په انقلابي طبيعيت کې ننوتی و، ځکه چې په همدې کال کې د جارج لوکاس «The Theory of the Novel» او تر څنګ يې د «Ernst Bloch» د «he Spirit of Utopia» سره د هغه له لېوالتيا هم څرګندېږي، د همدې په اړه وروسته نوموړي ولیکل:

«Bloch» یوه فلسفه درلوده، کومې چې د پرمختللي ادب په وړاندې خپل سر جيګ وړلای شو؛ یوه داسې فلسفه چې د چلند پېژندنې په کرکجنې لرې کېدنې نه وه تنظیم شوې...ما دا موخه تر دې بريده خپله کړه، لکه زما خپله، تر دې چې ما هغې ته له مراجعې پرته هېڅ نه دي لیکلي، که هغه پټ وي که څرګند.[۵]

د اډورنو فکري نابرابري هم د دې کرکې په پايله کې منځ ته راغله چې هغه د ملتپالنې په وړاندې محسوسه کړه، کومه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په ريخ (Reich) کې خپره شوې وه. په راتلونکي کې د خپلو همکارانو «Walter Benjamin, Max Horkheimer» او « Bloch» سره په شريکه، اډورنو له هغې اسانۍ څخه ډېر ناهيلی شوی و، چې د المان پوهان او روحاني مشران د جګړې په ملاتړ کې مخې ته راغلل، په دې پوهانو کې « Max Weber, Max Scheler, Georg Simmel» او همدا راز د هغه ملګری «Siegfried Kracauer» هم شامل وو. د دوديز علم لپاره د ځوان نسل بې باوري له هغې لارې څخه منځ ته راغله، په کومه کې چې همدې دود خپل ځان بې باوره (بدنام) کړی و.[۶]

د وخت په تېرېدو سره، د «اسکر ويزګرنډ» شرکت په برلين کې د «Karplus & Herzberger» له کارخانې سره نږدې مسلکي او شخصي اړيکې پيدا کړې. د «کارپلسد» کورنۍ مشره لور مارګريټ يا ګريټيل، د برلين فکري کړيو ته ولاړه، چېرته چې هغه «Benjamin, Bertolt Brecht» او « Bloch» سره وپېژندل، له دې ټولو سره اډورنو د 1920ز لسيزې د نيمايي په اوږدو کې اشنا شوی و، څوارلس کاله وروسته، ګريټيل کارپلس او اډورنو په 1937ز کال کې واده وکړ.

د ښونځي د ورځو په پای سره، اډورنو نه يوازې دا چې د فرانکفورټ د شتمنو کانسترونو وړاندې کولو څخه ګټه وکړه – چېرته چې خلکو کولای شول چې د «Schoenberg, Schreker, Stravinsky, Bartók, Busoni, Delius» او «Hindemith» د اثارو کردارونه وګوري – بلکې له پېژندل شويو موسيقارانو « Bernhard Sekles» او « Eduard Jung» سره يې په خصوصي ډول د «هوچ» د موسيقۍ په ښوونځي کې د موسيقۍ د جوړولو مطالعه هم پيل کړه. د همدې وخت په شا اوخوا کې، هغه د «Frankfurter Zeitung» له ادبي مدير «Siegfried Kracauer» سره ملګرتيا پيدا کړه، د چا په اړه چې هغه وروسته ولیکل:

د کلونو لپاره « Kracauer» له ما سره د شنبې په ماسپښين په منظم ډول د [کانت] « Critique of Pure Reason» ولوست. زه يوه زره مبالغه هم نه کوم، کله چې زه وايم چې زه د خپلو تعلیمي ښوونکو په پرتله د دې لوستلو زيات پوروړی يم...د هغه تر لارښونې لاندې ما له پيل څخه دا کار تجربه کړ، يوازې د پوهه پېژندنې په توګه نه، له علمي اړخه د سمو پرېکړو د حالاتو د تحليل په توګه نه، بلکې د يو ډول رموزي متن په توګه، له کوم څخه چې د روح تاريخي حالت لوستل کېدای شي، د دې مبهمې تمې سره، چې په داسې کولو سره يو څوک کولای شي، خپله يو څه رښتيا تر لاسه کړي.[۷]

سرچينې سمول

  1. Oxford Dictionary of English
  2. Krech, Eva-Maria; Stock, Eberhard; Hirschfeld, Ursula; Anders, Lutz Christian (2009). Deutsches Aussprachewörterbuch [German Pronunciation Dictionary] (په جرمني ژبه کي). Berlin: Walter de Gruyter. د کتاب پاڼې 293. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-11-018202-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Duden | Adorno | Rechtschreibung, Bedeutung, Definition". Duden (په جرمني ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Müller-Doohm 2005, p. 28
  5. Adorno 1992, p. 212
  6. Claussen 2008, p. 66–9
  7. Adorno 1992, p. 58–59