مصري يا مصري ژبه يوه گڼ آريزه د افريقا په لويه وچه کې د افریقا ـ اسیا تر نامه لاندې د ژبې له کورنۍ څخه د مصر يوه لرغونې ژبه گڼل کېږي . د همدې ژبې د لیکلو د لرغونو لاسوندونو څخه داسې ښايي چې تر ۳۴۰۰ مخزېږدي پورې ېې لرغونتيا رسېږي . کومه چې د ژبو په کتار کې تر ټولو لرغونې ژبه ثبت شوې ده . مصري ژبه تر اوومې زېږدي پېړۍ پورې په مصر کې وېل کېده او د کوپټک چې عربي کې ورته قبطي وايي د ( رسم ډوله لیک) په بڼه کې لیکل کېده . د نن ورځې د مصر ملي ژبه د مصر عربي ژبه ده . دې ژبې په تدریجي توگه وروسته د اسلام د امپراتورۍ د غځېدو څخه په ورځني ژوند کې د کوپټک مصري لرغونې ژبې ځای ونیؤ ه . قبطي لرغونې مصري ژبه تر نن پورې د يونان په قبطيواله کلیسا کې چې د عيسايي برخې دودپالو (گريک اورتوډاکس) نومېږي يوه ورځينۍ مذهبي د عبادت ژبه ده . دا ژبه هم خورا په لويه کچه خلگ لري .
مصري ژبې او پېرونه
ژبپوهانو د مصر ژبې په ټولگو وېشلي او په شپږو پېرونو ېې بېلې کړي دي .
آرکايک مصري ( مخکې له ۲۶۰۰ مخ .ز ، د لومړي ټول واکمنۍ پېر ژبه )
لرغونی مصري پېر ( ۲۶۸۶ مخ .ز ــ ۲۱۸۱ مخ. ز ، د زاړه پېر د سلطنت ژبه )
منځوی مصري پېر ( ۲۰۵۵ مخ.ز ــ ۱۶۵۰ مخ.ز ، د منځوي پېر سلطنت څخه تر د آمرنا پېر پورې ېې د ادبیاتو روانه لړۍ تر ۴مې هجري پېړۍ پورې )
وروسته مصري پېر( ۱۰۶۹ مخ.ز ــ ۷۰۰ مخ.ز ، د درېمې پرمختللي پېر څخه آمرنا پېر ته )
(ديموتيقي)( ۷مې مخ.ز پېړۍ ــ ۵مې هجري پېړۍ ، د روميانو د وخت څخه وروسته پېر ته )
کوپټک (قبطي) پېر ( ۱ړۍ هجري ـــ ۱۷مې هجري ، لومړنيو د روميانو وخت څخه و لومړنيو نويو وختونو پورې)
په عربي کې ورته نومان پدې ډول دي
تشریحي چوکاټ |
---|
دمصري لیکونو(ابېڅو) نښې نښانې | غږونگ (فونیټيکس | توري | پښتو يا عربي غږونه |
---|
| A | ا | الف,
|
| ỉ | ي |
|
أو | y | ي | يا مصاعف (اي) |
| ˁ | ع | عين (ع) |
أو | w | و | واو (و) |
| b | ب | بې (ب) |
| p | پ | |
| f | ف | |
| m | م | |
| n | ن | |
| r | ر | |
| h | هـ | |
| ḥ | ح | |
| ḫ | خ | |
| ẖ | ښ ،خ | |
أو | s | س | |
| š | ش | |
| ḳ | ق | قاف (ق) |
| k | ك | |
| g | گ | |
| t | ت | |
| ṯ | تش | |
| d | د | |
| ḏ | ج | |