اوښ ډوله غڼه

Solifugae
اوښ ډوله غڼې
مملکهژوی
بې شمزۍ ژوي
شاخهبند پښه لرونکی ژوي
څېرمه شاخهنوسی لرونکې ژوې
کلاسغڼه ډوله ژوي
تیرهاوښي غڼې

اوښ ډوله غڼې (په لاتين: Solifugae) د غڼه ډوله ژويو څخه د سپې یو غوښه خوړونکې او څيروونکې ژوې دي چې په وچو سیمو کې ژوند کوي. نوموړې ژوې په ځانگړي ډول مورپان خوري خو کوچنۍ شمزۍ لرونکې ژوې هم ښکارولای شي. د اوشي غنو ټوله طايفه ۱۰۰۰ ډوله ژوي لري چې په ۱۲ کورنيو او ۱۵۳ جنسو وېشل کېږي. اوښ ډوله غڼې د غڼه ډوله ژويو څخه تر ټولو لرغونی ژوي دي چې ۳۲۰ میلیونه کاله مخکې په نړۍ کې ژوند شوې وې. نوموړي ژوي په ځانگړي ډول په اروپا، آسيا، اقريقا او امريکا کی په وچو سیمو کې ژوند کوي. اوږدوالي یې د څو میلیمترو څخه تر ۱۵ سانتیمترو پورې وي، قوي کرغشي لري [۱] Archived 2021-10-07 at the Wayback Machine. خو د غڼو په مقابله کې هېڅ زهر نه لري.