چارلېس، د ويلز شهزاده

چارلېس، د ويلز شهزاده (چارلېس فيليپ ارتور جورج، د ۱۰۴۸ز کال د نومبر په څوارلسمه زېږېدلی) د ملکې دويمې الزابت د مشر زوی په توګه د بریتانيې د تخت څرګند وارث دی. هغه له ۱۹۵۲ز کال راهيسې څرګند وارث او د کارنوال ډوک او د روتسي ډوک دی، نوموړی د بریتانيې په تاريخ کې تر ټولو مشراو د اوږدې مودې لپاره د څرګند وارث په توګه کار کوي. هغه د اوږدې مودې لپاره د ويلز شهزاده دی چې دا منصب يې د ۱۹۵۸ز کال د جولای له مياشتې خپل کړی دی. د ۲۰۲۱ز کال د اپريل په نهمه نېټه د هغه د پلار شهزاده فيليپ تر مرګ وروسته، چارلېس د ايډنبرګ د ډوک د وارث لقب هم خپل کړ.[۱][۲][۳]

چارلېس د پاچا شپږم جورج او ملکې الزابت لومړی لمسی دی چې د بکنګهم په ماڼۍ کې زېږېدلی دی. هغه په چيم او ګوردونسټن په ښوونځيو کې زده کړې کړې، د هغه پلار هم په ماشومتوب کې دې دواړو ښوونځيو ته تللی و. هغه وروسته د استراليا په ويکټوريا کې د جيلانګ ګرامر ښوونځي د تمبرټاپ په برخه کې يو کال تېر کړ. له کمبريج پوهنتون نه په فنونو کې د لېسانس سند له تر لاسه کولو وروسته، چارلېس له ۱۹۷۱ ز نه تر ۱۹۷۶ز کال پورې په شاهي هوايي ځواکونو او شاهي سمندري ځواکونو کې خدمت وکړ. په ۱۹۸۱ز کال کې هغه له ليډي ډيانا سپنسر سره واده وکړ، له هغې نه دوه زامن لري: وليام او هري. په ۱۹۹۶ ز کال کې، د دواړو له خوا له واده دباندې اړيکو له خپرېدو وروسته، د دواړو تر منځ طلاق رامنځ ته شو. له دې يو کال وروسته ډيانا په پاريس کې د موټر د ټکر له امله مړه شوه. په ۲۰۰۵ز کال کې، چارلېس د اوږدې مودې ملګرې کاميلا پارکر بولز سره واده وکړ.

د ويلز د شهزاده په توګه، چارلېس د ملکې په استازيتوب رسمي دندې تر سره کوي. هغه په ۱۹۷۶ز کال کې د « The Prince's Trust» بنسټ کېښود، د شهزاده خيريه چارو مالي ملاتړ کوي، له څلور سوو نه د زیاتو نورو خيريه او نورو سازمانونو ملاتړ کوونکی رئيس يا غړی دی. د ژوند چاپيريال د ماهر په توګه، چارلېس په څرګند ډول د طبيعي کروندګرۍ او اقليم د بدلون په اړه څرګندونې کړې دي، له همدې امله هغه د چاپيريال ساتنې د ډلو له خوا جايزې او پېژندنه تر لاسه کړې ده. غه له هوميوپيتي نه د ځای ناستي درملنې په توګه ملاتړ کوي چې د ډېرو نېوکو لاندې راغلې ده. په ټولنه کې د معمارۍ د ونډې او له تاریخي ودانيو نه د ساتنې په اړه د هغه اندونه د بریتانوي معمارانو او پر جوړښتونو د نيوکه کوونکو له خوا د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. له ۱۹۹۳ز راهيسې، چارلېس د معمارۍ فن سره د خپلې لېوالتيا پر بنسټ، هغه د «پاونډبري» په نوم د يوه نوي تجربوي ښار په جوړولو کار وکړ. هغه په خپله هم کتابونه لیکلي، يا يې له بل چا سره په ګډه کتابونه ليکلي دي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ژوند لومړي کلونه، کورنۍ او زده کړه سمول

چارلېس د ۱۹۴۸ز کال د نومبر په څوارلسمه نېټه د پکنګهم په ماڼۍ کې د خپل مورني نیکه شپږم جورج د واکمنۍ پر مهال زېږېدلی دی، نوموړی د اډنبرګ د دوشس شهزادګۍ الزابت او د ايډنبرګ د ډوک فيليپ لومړی بچی و. هغه ته د ۱۹۴۸ز کال د دسمبر په پنځلسمه نېټه د کانتربري د ستر مذهبي مشر جفري فيشر له خوا مذهبي غسل ورکړل شو. د هغه د نیکه مرګ او په ۱۹۵۲ز کال کې د ملکې په توګه د دويمې الزابت پر واک کېناستل، چارلېس د څرګند وارث په توګه وګرځاوه. د پاچا د مشر زوی په توګه، هغه په طبيعي ډول د کورنوال د ډوک، روتسي د ډوک، ايرل کريک، د رونفرو بارون، د ايسليس د مالک او د سکاټلينډ د ستر مهتمم لقبونه تر لاسه کړي دي. چارلېس د ۱۹۵۳ز کال د جون په دويمه نېټه، په ويسټ منسټر ايبي کې د خپلې مور د تاجپوشۍ مراسمو کې ګډون کړی و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

لکه چې هغه مهال د لوړې طبقې د ماشومانو لپاره دا دود و، د کاترين پيبلیف په نوم يوه پالونکې مېرمنې د پنځه کلنۍ او اته کلنۍ تر منځ موده کې د هغه د زده کړې مسئولیت په غاړه واخيست. په ۱۹۵۵ز کال کې د بکنګهم ماڼۍ اعلان وکړ، چې چارلېس د دې پر ځای چې شخصي ښوونکی ولري، ښوونځي ته به ځي، په دې ډول هغه لومړی څرګند وارث دی چې په دې ډول زده کړه تر لاسه کوي. د ۱۹۵۶ز کال د نومبر په اوومه نېته، چارلېس د لويديځ لندن په هيل هاوس ښوونځي کې ټولګي ته تګ پيل کړ. هغه د ښوونځي د بنسټ اېښودونکي او سرښوونکي ستوارټ تاونند نه ترجيحي چلند نه تر لاسه کاوه، چا چې ملکې ته سپارښتنه کړې وه چې چارلېس ته په فوټبال کې روزنه ورکړي، ځکه چې د فوټبال په ډګر کې هلکانو هېڅکله او د هېچا په وړاندې درناوی نه کاوه. چارلېس له دې وروسته د هغه پلار دوه پخوانيو ښوونځيو ته ولاړ، له ۱۹۵۸ز کال نه د انګلستان په برکشاير کې د چيم چمتووالي ښوونځی، له دې وروسته د سکاټلينډ په شمال ختيځ کې د ګورډونسټن ښوونځی، چې هلته يې د ۱۹۶۲ز کال د اپريل په مياشت کې ټولګي ته تګ پيل کړ. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

که څه هم ګوردونسټن چې د خپلو سختو درسي پروګرامونو له امله شهرت لري، د معلوماتو پر بنسټ چارلېس دا ښوونځی «کلديتز په زندان کې» بللی و، خو هغه وورسته د ګورډونسټون ستاينه وکړه او ويې ويل چې: «ماته يې د خپل ځان  او زما د وړتياوو او نيمګړتياوو په اړه ډېر څه رازده کړل. ماته يې راوښودل چې ګواښونه ومنم او نوښتونه په لاس کې و اخلم». د ۱۹۷۵ز کال په يوه ملکه کې هغه وويل چې: هغه خوشحاله دی چې ګورډونسټون ښوونځی ته تللی دی او دا چې د هغه ځای سختوالی له مبالغې ډک و. هغه په ۱۹۶۶ز کال کې د استراليا په ويکټوريا کې د جيلاانګ ګرامر ښوونځي د تمبرټاپ په برخه کې دوه پړاوه تېر کړل، پر دې مهال هغه د تاریخ له ښوونکي، مايکل کالينز پرس سره يو ځای د ښوونځي په يو سفر کې د پاپا نوي ګيني نه لیدنه وکړه. په ۱۹۷۳ز کال کې، په ټيمبرټاپ کې خپل تېر کړی وخت د خپلې زده کړې د ټولې مودې تر ټولو خوندوره برخه وبلله. ګورډونسټون ته له بيا راستنېدو سره سم، د خپل په پيروۍ سره چارلېس د هلکانو په مشر بدل شو. هغه په ۱۹۶۷ز کال کې د شپږ GCE O-levels او په تاريخ او فرانسوي کې د دوه A-levels سره، په ترتيب سره د B  او C درجو په تر لاسه کولو سره پرېښود. چارلېس د خپلو لومړيو زده کړو په اړه وروسته وويل: «ما له ښوونځي دومره خوند نه دی اخیستی، څومره مې چې بايد اخیستی وای، خو دا يوازې له دې امله و چې ، زه له بل هر ځای نه په کور کې خوشحاله يم».[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

چارلېس د دويم ځل لپاره هغه مهال شاهي دود مات کړ،کله چې هغه د A پړاو له بشپړولو نه وروسته د بریتانيې وسله والو ځواکونو ته د ورتګ پر ځای نېغ په نېغه پوهنتون ته ولاړ. د ۱۹۶۷ز کال په اکتوبر کې، هغه د کمبريج په ترينيټي کالج کې ومنل شو، چېرې چې هغه د Tripos لومړۍ برخه کې لرغون پېژندنه او انسان پېژندنې علوم ولوستل، په دويمه برخه کې يې تاریخ ته زده کړې بدلې کړې. د دويم کال په اوږدو کې چارلېس د ولز د ابريستويټ  کالج پوهنتون ته ولاړ او د يوې دورې لپاره يې د ويلز تاریخ او ژبه ولوستل. نوموړی د ۱۹۷۰ز کال د جون په دروېشتمه نېټه له کمبريج پوهنتون نه د ۲:۲ درجې په حاصلولو سره د لېسانس سند تر لاسه کړ، په دې سره هغه لومړی څرګند د بریتانيې وارث و، چې د پوهنتون سند تر لاسه کوي. د ۱۹۷۵ز کال د اګست په دويمه نېټه، هغه ته د کمبريج له خوا په فنونو کې د ماسترۍ سند (MA Cantab) ورکړل شو. په کمبريج کې د فنونو ماستري د زده کړې د بشپړېدو سند نه دی، بلکې يوه علمي رتبه ده.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د ويلز شهزاده سمول

د ۱۹۵۸ز کال د جولای په شپږوېشتمه نېټه چارلېس د ويلز د شهزاده او چستر د ارل په توګه وټاکل شو، که څه هم د ۱۹۶۹ز کال د جولای تر لومړې نېټې پورې تر هغه وخته نوموړی ته دا منصب ونه سپارل شو، تر څو چې د هغه مور د کرنارفون په کلا کې د يو لړ مراسمو پر مهال چې په تلويزيون خپاره شول، تاج د هغه په سر کېښود. نوموړي په ۱۹۷۰ز کال کې د مشرانو په مجلس کې خپله چوکۍ اشغال کړه او د ۱۹۷۴ز کال د جون په مياشت کې يې لومړۍ وينا وکړه. چارلېس له اډوارډ اووم ( ۱۸۸۴ز) نه وروسته، لومړی شاهي کس و چې د مجلس له غولي نه يې وينا وکړه. نوموړی دويم ځل وينا په ۱۹۷۵ز کال کې وکړه.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچینې سمول

  1. (په 20 April 2011 باندې). Prince Charles becomes longest-serving heir apparent. BBC News.
  2. . Prince Charles is longest-serving Prince of Wales. BBC News.
  3. "HRH The Duke of Edinburgh". College of Arms. 9 April 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 28 January 2007 باندې). Prince Charles to receive environmental award in NYC.
  5. (په 14 March 2009 باندې). Prince Charles given 'friend of the forest' award. The Daily Telegraph.
  6. (په 29 April 2009 باندې). Prince Charles collects award in Germany.
  7. "2012 Lifetime Achievement Award Winner – HRH The Prince of Wales". greenawards.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اگسټ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Weissmann, Gerald (September 2006). "Homeopathy: Holmes, Hogwarts, and the Prince of Wales". The FASEB Journal. 20 (11): 1755–1758. doi:10.1096/fj.06-0901ufm. PMID 16940145. S2CID 9305843. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 21 July 2013 باندې). He's at it again: Prince Charles accused of lobbying Health Secretary over homeopathy. The Independent.
  10. "Profession reacts to Prince Charles' 10 design principles". architectsjournal.co.uk. 22 December 2014. مؤرشف من الأصل في ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په 22 February 1990 باندې). Prince Charles, Architecture's Royal pain.
  12. . How the Poundbury project became a model for innovation.
  13. کينډۍ:London Gazette
  14. . 50 facts about the Queens Coronation. www.royal.uk
  15. Brandreth 2007، ص. 127.
  16. Brandreth 2007، ص. 120.
  17. (په 25 April 1988 باندې). Growing Up Royal.
  18. About the Prince of Wales Archived 9 May 2016 at the Wayback Machine. royal.uk - 26 December 2018
  19. (په 30 October 2002 باندې). Lieutenant Colonel H. Stuart Townend.
  20. "HRH The Prince of Wales". Debrett's. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. About the Prince of Wales Archived 9 May 2016 at the Wayback Machine. royal.uk - 26 December 2018
  22. About the Prince of Wales Archived 9 May 2016 at the Wayback Machine. royal.uk - 26 December 2018
  23. Brandreth 2007، ص. 139.
  24. "HRH The Prince of Wales". Debrett's. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 10 December 2017 باندې). Colditz in kilts? Charles loved it, says old school as Gordonstoun hits back at The Crown. The Telegraph.
  26. "The Prince of Wales – Education". Prince of Wales. مؤرشف من الأصل في ۱۳ نومبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 9 February 1966 باندې). The New Boy at Timbertop.
  28. (په 1966 باندې). Timbertop - Prince Charles Australia. (Video with audio, 1 min 28 secs) British Pathé
  29. (په 31 January 1973 باندې). Prince had happy time at Timbertop.
  30. (په 10 December 2017 باندې). Colditz in kilts? Charles loved it, says old school as Gordonstoun hits back at The Crown. The Telegraph.
  31. "HRH The Prince of Wales". Debrett's. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جولای ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "The Prince of Wales – Education". Prince of Wales. مؤرشف من الأصل في ۱۳ نومبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "HRH The Prince of Wales". Prince of Wales (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Brandreth 2007، ص. 151.
  35. "The Prince of Wales – Education". Prince of Wales. مؤرشف من الأصل في ۱۳ نومبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. کينډۍ:London Gazette
  37. "The Prince of Wales – Previous Princes of Wales". Prince of Wales. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "The Prince of Wales – Investiture". Prince of Wales. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "H.R.H. The Prince of Wales Introduced". Hansard. 11 February 1970. HL Deb vol 307 c871. مؤرشف من الأصل في ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "The Prince of Wales – Biography". Prince of Wales. مؤرشف من الأصل في ۰۹ نومبر ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "Sport and Leisure". Hansard. 13 June 1974. HL Deb vol 352 cc624–630. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Alvin Shuster (په 14 June 1974 باندې). Prince Charles Speaks in Lords.
  43. "Voluntary Service in the Community". Hansard. 25 June 1975. HL Deb vol 361 cc1418–1423. مؤرشف من الأصل في ۲۷ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "The Prince's Trust". The Prince's Charities. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ سپټمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په 18 June 1981 باندې). Prince Charles pays a quick visit to city. The New York Times.
  46. (په 9 November 2015 باندې). Long to reign over Aus? Prince Charles and Australia go way back. The Guardian.
  47. David Murray (په 24 November 2009 باندې). Next governor-general could be Prince Harry, William.