ماري کیوري
ماري سالومیا سکلودوسکا کوري، (/ˈkjʊəri/ KEWR-ee فرانسوي، : [kyʁi] پولنډ [ˈmarja salɔˈmɛa skwɔˈdɔfska] کې زږېدلې ده. د 1867 د نومبر له 7 مې څخه د 1934 د جولای تر 4 مې پورې یوه پولندي الاصله فرانسوي فزیک او کیمیا پوهه وه، چې د راډیو اکټیوټي په اړه یې مخکښې څیړنې (په لومړني ځل ) ترسره کړې دي. دا لومړنۍ ښځه وه، چې د نوبل جایزه یې وګټله. همدانګه یوازینی کس او یوازینۍ ښځه وه چې د نوبل جایزه یې دوه ځلې وګټله. ماري یوازنی کس دی، چې په دوه ساینسي څانګو کې یې د نوبل جایزه ګټلې ده. د دې مېړه، پیري کوري د هغې د لومړۍ نوبل جایزې شریک ګټونکی و. په دې ډول دوی هغه لومړنۍ واده شوې جوړه شوه، چې د نوبل د جایزې ګټونکې وه. د کوري کورنۍ هغه کورنۍ ده چې د نوبل د پنځو جایزو میراث یې خپل کړی دی. هغه په ۱۹۰۶ کال کې لومړنۍ ښځه وه چې د پاریس په پوهنتون کې استاده شوه.[۱۱]
ماري سکلودوسکا کیوري | |
---|---|
(فرانسیسی: Marie Curie) (پولش: Maria Skłodowska-Curie) | |
شاوخوا کال 1920م | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | (پولش: Marya Salomea Skłodowska)[۱] |
پيدايښت | ۷ نومبر ۱۸۶۷ Warsaw, Kingdom of Poland, then part of Russian Empire[۲] |
مړینه | ۴ جولای ۱۹۳۴ (۶۶ کال کلنۍ کي) Passy, Haute-Savoie, France |
د مړینې لامل | Aplastic anemia |
استوګنځای | وارسا (۱۸۶۷–۱۸۹۱) پاريس (۱۸۹۱–) |
تابعیت |
|
مذهب | اګنوسټېزم [۳] |
ميړه | Pierre Curie (1859–1906) m. 1895 |
اولاد |
|
عملي ژوند | |
تعلیم | پاریس پوهنتون (۱۸۹۱–۱۸۹۳) پاریس پوهنتون پاریس پوهنتون (–۱۸۹۴) |
تخصص تعلیم | پنځپوهنه پنځپوهنه شمېرپوهنه |
تعلیمی اسناد | Master of Science Doctor of Science Master of Science زمرہ:صفحات مع تعلیمی سندزمرہ:صفحات مع تعلیمی سند |
کار/مسلک | فزيک پوه [۴][۵] |
مورنۍ ژبه | پولينډي ژبه [۶] |
کاروونکي ژبه(ي) | روسي [۷] پولينډي ژبه فرانسوي [۸][۹] آلماني ژبه انگليسي |
د کړنې څانګه | کيميا [۱۰] پنځپوهنه [۱۰] |
دندې | پاریس پوهنتون |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB مخونو | |
یادښتونه | نوموړی یوازې ښځه ده چی دوی د نوبل جایزی یی په دوه مختلفو علومو کی وګټلی.. |
سمول |
هغې په وارسا کې دې نړۍ ته سترګې و غړولې او په هغه وخت کې د پولنډ سلطنت د روسیې د امپراتورۍ یوه برخه وه. هغې د وارسا په فلاینګ پوهنتون کې په پټه توګه زده کړې و کړې او په ورسا کې یې خپله عملي ساینسي روزنه پیل کړه. په 1891 کال کې چې عمر یې 24 کلونو ته رسېده، هغې د خپلې مشرې خور برونیسلاوا په تعقیب په پاریس کې خپلو زده کړو ته ادامه وکړه او هلته هغې د خپلو زده کړو لوړې درجې ترلاسه کړې او خپل پاتې علمي کارونه یې ترسره کړل. په 1895 کال کې یې د فرانسوي فزیک پوه پیري کوري سره واده وکړ. دې د فزیک په برخه کې د 1903 کال د نوبل جایزه له خپل مېړه او د فزیک پوه هنري بیکریل سره د دوی د مخکښ (چې په لومړي ځل ترسره کېږي) کار لپاره شریکه کړه. دغه مخکښ کار د راډیو فعالیت (radioactivity ) تیوري ته وده ورکول و او دغه اصطلاح هم دوی رامنځته کړه. په 1906 کې پیری کوري په پاریس کې د سړک په سر په یوه پېښه کې مړ شو. ماري په 1911 کې د کېمیا په برخه کې د پولونیم او رادیم د عناصرو د کشفولو په خاطرد نوبل جایزه وګټله. دې دغه عناصر د هغه تخنیکونو په کارولو سره کشف کړل، چې هغې د راډیو اکټیو ایزوټوپونو د جلا کولو لپاره اختراع کړي و.[۱۲][۱۳][۱۴]
تړلې لیکنې سمول
سرچینې سمول
- ↑ https://chemia.ug.edu.pl/sites/default/files/_nodes/strona-chemia/16702/files/fmr-mscurie.pdf
- ↑
- ↑ دوتنه: Robert William Reid — سرليک: Marie Curie — پاڼه: 6 — خپرونکی: New American Library
- ↑ https://cs.isabart.org/person/78834 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
- ↑ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118523023 — د نشر نېټه: ۲۷ جولای ۲۰۲۲
- ↑ http://collection.britishmuseum.org/id/person-institution/146156
- ↑ http://www.21stcenturysciencetech.com/articles/wint02-03/MarieSklodowskaCurie.html
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb121447141 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/45000803
- ↑ NNDB people ID: https://www.nndb.com/people/718/000029631/
- ↑ Jones, Daniel (2011). Roach, Peter; Setter, Jane; Esling, John (المحررون). Cambridge English Pronouncing Dictionary (الطبعة 18th). Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-15253-2. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "The Discovery of Radioactivity". Berkeley Lab. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۱۵ باندې.
The term radioactivity was actually coined by Marie Curie […].
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ "Marie Curie and the radioactivity, The 1903 Nobel Prize in Physics". nobelprize.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جولای ۲۰۱۸ باندې.
Marie called this radiation radioactivity—"radio" means radiation.
الوسيط|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ See her signature, "M. Skłodowska Curie", in the infobox.