توني بلیر
انتوني چارلس لینتن بلیر (د ۱۹۵۳ز کال د مې په ۶ مه نېټه زېږېدلی) یو بریتانوی سیاستوال دی، چې له ۱۹۹۷ ز کال نه تر ۲۰۰۷ ز کال پورې یې د بریتانیا د لومړي وزیر او له ۱۹۹۴ ز کال نه تر ۲۰۰۷ ز کال پورې یې د کارګر ګوند د مشر په توګه دنده ترسره کړه. له دندې نه تر استعفا وروسته، نوموړی د منځني ختیځ لپاره د څلوراړخیزې ډلې ځانګړی استازی و، چې یو دیپلوماتیک پست و، وټاکل شو او تر ۲۰۱۵ز کال پورې په کې پاتې شو. ه ۲۰۱۶ کال نه را په دې خوا، نوموړي د نړیوال بدلون د توني بلیر د بنسټ اجرایوي رئیس په توګه دنده تر سره کوي. د لومړي وزیر په توګه، د نوموړي ډېرو سیاستونو د "درېمې لارې" میانه روه سیاسي فلسفه وړاندې کوله. تر اوسه هغه د کارګر ګوند یوازینی ژوندی پخوانی مشر دی چې ګارګر ګوند ته یې په عمومي ټاکنو کې بریا ور په برخه کړه او د تاریخ په اوږدو کې یې له دوو مشرانو نه یو بلیر او بل هارولد ویلسن دي چې د درېو اکثریت حکومتونه په جوړولو بریالي شوي دي.
توني بلیر | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
(انګلیسي: Tony Blair) | |||||||
واک | |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر [۱] (73 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۲ مې ۱۹۹۷ – ۲۷ جون ۲۰۰۷ | |||||||
| |||||||
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | ۶ مې ۱۹۵۳[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳] ایدینبرګ [۱۴][۱۵] | ||||||
تابعیت | برېتانيا | ||||||
قد | 1.83 متر [۱۶] | ||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | سياستوال [۱۷] ډیپلوماټ | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انگليسي [۱۸][۱۹] | ||||||
جايزې | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه (انگليسي ) (–۲۰۱۲) د تاييدولو سرچينه (انگليسي ) | ||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
بلیر په ادینبورګ کې وزېږېد او پلاریې لیو، یو مدافع وکیل او اکادمیسین و. د فیتس کالج په خصوصي ښوونځی کې له زدکړو وروسته، نوموړی د آکسفورد په سنت جان کالج کې د حقوقو په برخه کې زده کړې وکړې او مدافع وکیل شو. نوموړی د کارګر ګوند په سیاست کې ښکېل شو او په ۱۹۸۳ ز کال کې د سیجفیلد په استازیتوب پارلمان ته لاره وموندله. هغه د بریتانیې د سیاست منځ ته د ګوند له تګ سره مرسته وکړه ، په دې هڅه چې، له ګوند سره د واک ګټلو کې مرسته وکړي (ګوند له ۱۹۷۹ ز کال راهیسې، په حکومت کې واک نه درلود). په ۱۹۸۸ ز کال کې نوموړی په پارلمان کې د ګوند مخ چوکي (اصلي چوکۍ) ته بریالی شو او په ۱۹۹۲ کال کې د سیوري په کابینه کې د کورنیو چارو د وزیر ونډه په غاړه درلوده. د ګوند د پخواني مشر جان سمیت له ناڅاپي مړینې وروسته، نوموړی په ۱۹۹۴ ز کال کې د کارګر ګوند د مشر په ټاکل کېدو سره د اپوزیسیون مشر شو.
ګوند د بلیر تر مشرۍ لاندې د "نوي کارګر ګوند" اصطلاح کاروله او لامل یې دا و چې د کارګر له پخواني سیاست او د سوسیالیزم له دودیزې لیدلوري نه ځان لرې کړي. د کارګر د کیڼ اړخ په مخالفت سربېره، نوموړي څلورم بند لغو کړ، چې ګوند په رسمي توکه د اقتصاد ملي کولو ته ژمن و. په پایله کې یې په ګوند کې د سوداګرۍ د اتحادیې اغېز کمزوری کړ او آزاد بازار او اروپایی اتحادیې ته ژمن شو. د کارګر ګوند په خپل تاریخ کې په ۱۹۹۷ ز کال کې د عمومي ټاکنو تر ټولو لویه بریا ترلاسه کړه. بلیر د ۱۸۱۲ز کال نه را په دې خوا، د هېواد ترټولو ځوان مشر په توګه ګڼل کېږي او د ګوند په ریاست کې ترټولو اوږد مهاله مشر پاتې شوی دی. د نوموړي تر مشرۍ لاندې کارګر ګوند، دوې نورې عمومي ټاکنې وګټلې چې یوه په ۲۰۰۱ ز کال کې وه او بله یې یوه بله لویه بریا وه (که څه هم د ۱۹۱۸ ز کال راهیسې تر ټولو په ټیټه کچه رایه وکارول شوه) او بله یې په ۲۰۰۵ ز کال کې وه، چې یې په ډېر کم اکثریت وګټله. هغه د لومړي وزیراو د کارګر ګوند د مشری له دندې نه په ۲۰۰۷ ز کال کې استعفا ورکړه او ګوردن براون، چې له ۱۹۹۷ ز کال نه د خزانې وزیر و، د هغه ځای ناستی شو. د بلیر او براون تر منځ پرېشانه اړیکې، د ۱۹۹۴ز کال راهیسې د ډېرې لانجې او اندېښنې موضوع وه.
د بلیر د واکمنۍ پر مهال د اساسي قانون اصلاحات وضع شول، د اعیانو مجلس نه یې ډېر مېراثي غړي لرې کړل، په همدې وخت کې یې د انګلستان ستره محکمه هم را منځ ته کړه او د قاضي القضات په واک کې یې سمونونه راوړل (چې د قضايي قوې واکونه له مقننه او اجرائیوي قواوو نه جلا کړل). د هغه حکومت داسې ټول پوښتنې په لاره واچولې، چې په کې سکاتلندي او ویلزي رایه ورکونکو د لېږدولو شوې واکمنې ادارې په ګټه رایه ورکړه او د سکاتلند پارلمان او ویلز مجلس رامنځته کېدو ته یې په ۱۹۹۹ز کال کې لاره هواره کړه. نوموړي د غوره ټولیز(جمعې) تړون په هوکړه کې هم ونډه درلوده. د نوموړي د ریاست موده د پر له پسې اقتصادي ودې په دوره کې ترسره شوه، خو دا وده د لوی پور په کچه پورې تړلې وه.
د نوموړي حکومت، د انګلستان بانک ته په ۱۹۹۷ ز کال کې واک ورکړ، چې د سود بیه په خپلواکه توګه وټاکي او وروسته یې په ځانګړې توګه د روغتیا پاملرنې او د زده کړې په برخه کې د عامه لګښتونو په ډېر زیاتوالي څارنه وکړه. نوموړي د دود له تنوع نه ملاتړ وکړ،چې له امله یې د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۷ ز کلونو ترمنځ په کډوالۍ کې د پام وړ زیاتوالی را منځ ته شو، په ځانګړې توګه وروسته له هغه چې حکومت یې په ۲۰۰۴ز کال کې د اروپايي اتحادیې د نوو غړو هېوادونو نه د کډوالۍ هرکلی وکړ. دې کار ارزانه او د انعطاف وړ کارګر ځواک عرضه کړ، خو د اروپایې ټولنې په اړه يې بدلید، په ځانګړې توګه د هغه د ګوند د ځینو اصلي رایه ورکوونکو ترمنځ پیاوړی کړ. د نوموړي نور ټولنیز سیاستونه ډېری پرمختګ غوښتونکي وو. نوموړي د ۱۹۹۸ ز کال د لږترلږه ملي مزد قانون، د ۱۹۹۸ز کال د بشري حقونو قانون او د ۲۰۰۰ ز کال د معلوماتو د آزادۍ قانون وړاندې کړل او په ۲۰۰۴ ز کال کې یې د همجنسبازانو جوړو ته اجازه ورکړه چې، په مدني ګډون کې ونډه واخلي، خو "د جرم په وړاندې، د جرم د لاملونو په وړاندې" نوموړي ځان سخت درېځه وښود او د جرمونو په کچه کې د بدلون په اړه په متضادو شواهدو سربېره، د بند د زیاتوالي کچه او د ټولنې د ضد چلند له نوي قانون نه څارنه وکړه.
بلیر په کوسوو (۱۹۹۹ ز) او سیرا لیون (۲۰۰۰) کې د بریتانیا له لاس وهنې نه څارنه کوله چې دې لاس وهنو بریالۍ پایلې درلودې. هغه د ترهگرۍ پر وړاندې د جگړې په اوږدو کې د جورج ډبلیو بوش د ادارې د بهرني سیاست ملاتړ وکړ او ډاډ یې ورکړ چې، د بریتانیا وسله والو ځواکونه به د ۲۰۰۱ ز کال د افغانستان په جگړه او د ۲۰۰۳ ز کال د عراق په ډېر لانجمن یرغل کې برخه اخلي. بلیر استدلال وکړ چې، د صدام حسین رژیم د ډله ییزې ویجاړۍ وسلو (WMD) فعاله پروګرام درلود، خو په عراق کې هېڅکله د WMD زېرم او د WMD فعال پروګرامونه ونه موندل شول.
د بریتانوی وګړو تر منځ د عراق جګړه، په پر له پسې توګه بې شهرته شوه او نوموړی د مخالفینو او په ۲۰۱۶ ز کال کې د عراق د جګړې د څېړونکې ډلې له خوا د غیر عادلانه او غیر ضروري یرغل په توګه تر نیوکې لاندې راغی. کله چې د ۲۰۰۵ ز د جولای په ۷ نېټه یا ۷/۷ چاودنې وشوې، هغه په خپل دفتر کې و چې د ترهګرۍ ضد یو لړ قوانین یې معرفي کړل. د افغانستان او عراق د جګړو له امله د هغه میراث په لویه کچه جنجالي پاتې شوی دی. د ټاکنیزو بریاوو او اصلاحاتو سربېره، نوموړی له رسنیو سره د اړیکو، د اجرائیوي واکونو د مرکزي کولو او د ټولنیزو او اقتصادي سیاستونو د بېلګو له امله هم تر نیوکو لاندې دی.
لومړني کلونه سمول
انتوني چارلس لینټن بلیر، د ۱۹۵۳ز کال د مې د میاشتې په ۶ نېټه د سکاتلند په ادنبورګ کې د ملکې ماري په زېږنتون کې نړۍ ته سترګې پرانستې. انتوني د لیو او هیزل (د زېږون نوم: کورسکادن) بلیر دویم زوی دی. لیو بلیر د دوو هنرمندانو نامشروع زوی و او د ګلاسګاو د بېړۍ جوړولو د کارخونې د یوه کارګر جیمز بلیر او د هغه مېرمن ماري له خوا د ماشوم په توګه ومنل شو. هیزل کورسکادن د جورج کورسکادن لور وه، جورج کورسکادن یو قصاب او پروتستانتو د بنسټ غړی و او په ۱۹۱۶ ز کال کې یې ګلاسګاو ته کډه وکړه. هغه په ۱۹۲۳ ز کال کې بېرته د کنتي دونیګال بالیشانون ته راستون شو (او وروسته هلته مړ شو). د کورسکاډن مېرمن، سارا مارګریت (د زېږون نوم: لیپسیت) په بالیشانون کې د کورنۍ د هټی پرسر د بلیر مور، هیزل وزېږوله. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
بلیر، د ښاغلي ویلیم بلیر په نوم یو مشر ورور لري چې د سترې محکمې قاضي دی او د صحرا په نامه یوه کوچنۍ خور لري. د بلیر لومړی کور له خپلې کورنۍ سره د ادنبورګ د ویلوبرا په سیمه په پیسلي تریس کې و. پلار یې په دې مهال د مالیاتو د یهو ټیټ رتبه مفتش په توګه کار کاوه ،چې په ورته وخت کې یې د ادنبورګ پوهنتون د حقوقو په څانګه کې زده کړې هم کولې. [۲۰]
د بلیر لومړۍ کډه هغه وخت را منځ ته شوه، چې د نولس میاشتو عمر یې درلود. د بلیر مور او پلار او دوه زامن یې د ۱۹۵۴ز کال په پای کې د پیسلي تریس نه د سویلي اسټرالیا آدلاید ته کډه وکړه. پلار یې د ادلاید پوهنتون د حقوقو په څانګه کې تدریس کاوه. دا په اسټرالیا کې هغه وخت و چې، د بلیر خور سارا نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. د بلیر کورنۍ پوهنتون ته نږدې د دولویچ شاوخوا ژوند کاوه. کورنۍ یې د ۱۹۵۸ ز کال په دوبي کې، بېرته انګلستان ته راستنه شوه. [۲۷][۲۸]
دوی د یوه څه وخت لپاره د شمال ختیځ ګلاسګاو په څنډو کې په ستیپس کې د هیزل د مور او ناسکه پلار (ولیم مک کلی) سره په خپل کور کې ژوند وکړ. د بلیر پلار په درهم پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ومنله، چې له امله یې کورنۍ د انګلستان درهم ښار ته کډه شوه. د پنځه کلنۍ په عمر، دې پېښې له د رهم پوهنتون سره، د بلیر یوه اوږده اړیکه پیل کړه.
توني بلیر له ماشومتوب راهیسې، د نیوکاسل یونایتد فوټبال کلب مینه وال و. [۲۹][۳۰][۳۱]
سرچینې سمول
- ↑ Hansard (1803–2005) ID: https://api.parliament.uk/historic-hansard/people/mr-tony-blair
- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0086363/ — د نشر نېټه: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵
- ↑ Tony Blair — د نشر نېټه: ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۶ — د خپرولو نیټه: ۶ جولای ۲۰۱۶
- ↑ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6c5798x — subject named as: Tony Blair — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/220878 — subject named as: Tony Blair — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ https://brockhaus.de/ecs/julex/article/blair-tony — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p18423.htm#i184223 — subject named as: Rt. Hon. Anthony Charles Lynton Blair — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
- ↑ UK Parliament ID: https://beta.parliament.uk/people/wS6nF9As
- ↑ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=blaira — subject named as: Tony Blair
- ↑ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=anthony;n=blair — subject named as: Tony Blair
- ↑ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/111005 — subject named as: Tony Blair
- ↑ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000021181 — subject named as: Tony Blair — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ object stated in reference as: 1953
- ↑ Tony Blair (1953 - ) — د نشر نېټه: ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۶
- ↑ Blair's birthplace is bulldozed in Edinburgh — د نشر نېټه: ۲۸ ډيسمبر ۲۰۱۶ — خپرونکی: The Scotsman
- ↑ انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm0086363/bio/
- ↑ http://www.nytimes.com/2010/10/10/books/review/Zakaria-t.html?pagewanted=all
- ↑ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb125580786 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/44740451
- ↑ ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ (په 9 August 2006 باندې). Blair's birthplace is bulldozed in Edinburgh. Edinburgh Evening News. Johnston Press plc
- ↑ کينډۍ:Who's Who کينډۍ:Subscription required
- ↑ "Tony Blair profile". Encyclopædia Britannica.
- ↑ (په 2012-11-18 باندې). Leo Blair.
- ↑ "Blair: 'Why adoption is close to my heart'". The Guardian. 21 December 2000. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ مارچ ۲۰۱۷ باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ . Local Map. Ballyshannon Town Council
- ↑ (په 14 March 2007 باندې). We had no file on him but it was clear he was up for the business. The Guardian.
- ↑ (په 17 November 2012 باندې). Leo Blair obituary.
- ↑ (په 27 April 2003 باندې). Tony's big adventure. The Guardian.
- ↑ "Newcastle fan Tony Blair shock candidate for key Premier League role". 20 September 2018. مؤرشف من الأصل في ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسينېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 29 June 2010 باندې). British Prime Ministers and their passion for football.
- ↑ (په 26 November 2008 باندې). Blair football 'myth' cleared up.